انا لله وانا الیه راجعون
( کل نفس ذائقة الموت )
په ډیر افسوس سره مو خبر ترلاسه کړ چې ستر جهادي شخصیت، د عالي تحصیلاتو پخوانی وزیر، د دعوت او جهاد پوهنتون اداري مرستیال پوهاند سید عمر منیب د یکشنبې په ماښام د حوت په ۷ مه نیټه په حق ورسید، انا لله وانا الیه راجعون.
الله(ج) دې نوموړي ته جنتونه ورکړي، او درجې دې یې لوړې کړي.
پوهاند صیب ستر دیني عالم او مبارز وو، د تعلیم او تربیې په ډګر کې فعال وو، د ازهر پوهنتون نه یې د حدیثو يه څانګه کې ماستري اخیستې وه، ډیر زړه سواند او متواضع شخصیت و.
د پوهاند منیب د جنازې لمونځ به نن دوشنبه د حوت ۸ مه نیټه د ماسپښین ۲ بجې د پغمان په دوره جومات کې ادا کیږي.
د جمعیت اصلاح قیادت او اصلاح میدیا ګروپ د پوهاند سید عمر منیب په مړینه د غم او خفګان څرګندونه کوي، نوموړي ته د لوی الله(ج) نه د جنت غوښتنه کوي، او کورنۍ او خپلوانو ته یې جمیل صبر او عظیم اجر غواړي.











12 Comments
عبیدالله ابراهیمی
زه هم په ډیر خواښنی یم او خدای ج نه جنت الفردوس ورته غواړم. خدای د د استاد مرحوم برکت پر موز ټولو کښیدی آمین
عبیدالله ابرهیمی
أحمد شاه فاضل
إنا لله وإنا إليه راجعون،،،
الله جل جلاله د استاذ وبښی ، او د ده درنی کورنی او د افغانستان ټولو علماؤ ته د صبر او تسليت غوښتونکی یم.
ښاغلی استاذ منیب زما استاذ تیر شوی او ما ورځنی د حدیثو درسونه ویلی ، هغوی ډیر زیات عالم وو او زښت زیات حدیث یی حفظ هم وو.
روح یی ښاد او جنت فردوس یی ځای …
عبدالباسط امل
خداوند ایشانرا بیامرزد و جایگاهشانرا بهشت برین بگرداند.
نقیب الله حیات
إنا لله و إنا إلیه راجعون
الله پاک دې ګران استاد له انبیاؤ، صادقینو،شهداؤ او صالحینو سره حشر کړی.
له الله پآک څخه د استاد بازماندګانو، اقاربو او شاګردانو ته صبر او اجر غوشتنه کوم.
جلیلی
انا لله و انا الیه راجعون
الله تعالی دی مرحوم استاذ ته جنت فردوس په برخه کړی
مرحوم استاذ چی ما له نږدی پيژنده ډير پاک زړی ِمخلص او مشفق انسان و، اللهم اغفره و ارحمه و اجعل قبره روضه من ریاض الجنه
مصباح الله عبد الباقي
الله تعالی دی محترم استاذ سید عمر منیب ته جنتونه نصیب کړي او کورنې ته دی یی الله تعالی صبر او حوصله ورکړي، اللهم اغفر له وارحمه وتب علیه واجعل الجنة مثواه و أکرم نزله و أبدله دارا خیرا من داره و أهلا خیرا من أهله اللهم نقه من الذنوب والخطایا کما ینقی الثوب الأبیض من الدنس
انا لله و انا الیه راجعون
نجیبالله امیری
انا لله و انا الیه راجعون
الله د په استاد رحم وکا او جنت فردوس او مغفرت د ورته وکړی . مرحوم زما استاذ پاتی شوی ؤ او پرښتیا چه ښه عالم او ښه مهر بانه انسان ؤ . د ده فامیل دوستانو ته د الله له درباره صبر جمیل او اجر عظیم غواړم
نجیبالله امیری
انا لله و انا الیه راجعون
الله دې استاد محترم ته مغفرت وکړی
استاد ډیر حلیم او مهربانه په ټولو مسلمانانو خاصتآ پر مونژ
(شاګردانو)
د ده فامیل دوستانو او شګردانو ته جمیل او اجر عظیم غواړم
افضلي
الله دې پوهاند صاحب له شهداؤ او صالحینو سره حشر کړي. مرحوم زمونږ ډېر نژدې خپل او زمونږ له مشرانو څخه ؤ چې تشه یې کېدای شي هېڅوک ډکه نه شي کړای.
اللهم اغسله بالماء و الثلج والبرد و اجعل قبره روضة من ریاض الجنة
عبد الفتاح جواد - اصلاح میدیا ګروپ
انا لله و انا الیه راجعون
اللهم اغفره وارحمه واجعل الجنة مثواه
.
الله(ج) دې مرحوم استاد ته جنتونه ورکړي، او درجې دې یې لوړې کړي.
پوهاند صیب ستر دیني عالم او مبارز وو ، د تعلیم او تربیې په ډګر کې فعال وو، د ازهر پوهنتون نه یې د حدیثو يه څانګه کې ماستري اخیستې وه، ډیر زړه سواند او متواضع شخصیت وو، مونږ دده په وفات باندې د ده له کورنۍ سره غم او خفګان کې شریک یو.
مراد
إنا لله و إنا إليه راجعون..اللهم اغفره و ارحمه و اجعل قبره روضة من رياض الجنة..و اغسله بالماء و البرد والثلج و نقه من الخطايا و الذنوب كما ينقى الثوب الأبيض من الدنس..و أبدله دارا خيرا من داره و أهله خيرا من أهله و ارزقه الفردوس الأعلى مع النبيين والصديقين والشهداء والصالحين و حسن أولئك رفيقا..
همایون غفوری
انا لله و انا الیه راجعون
الله دې مغفرت ورته وکړی او د رحمتونو باران دې ورباندې ووروي . مرحوم زما استاذ پاتی شوی ؤ او پرښتیا چه ښه عالم ړ او ښه خوش طبیعتت انسان ؤ . د ده فامیل ته د الله له درباره صبر جمیل او اجر عظیم غواړم ….