د اپریل اول د احمقانو ورځ که د حماقت ورځ

اصلاح انلاين March 31, 2014 7

مطيع الله امانزی

یو له هغه شیانو څخه چې په عامو خلکو کې په ځانګړې توګه په لویدیځ کې ډیر خپور شوی دی او اوس یی دیخوا هم مخه کړې ده “د اپریل د احمقانو ورځ” لمانځل دي. دوی وایي چې د دی میاشتې په لومړۍ ورځ دروغ، ټوکې او د نورو خلکو زورول ازاد دي او په دې اړه هیڅ قسم پولې په پام کې نه نیسي.
د اپریل اوله هغه ورځ ده چې خلک دروغ وایي، ټوکې کوي، د نورو له زورولو څخه خوند اخلي او د ساعت تیری په نوم د خلکو استهزا او سپکاوی کوي.

د غه دروغ ویل یو ډیر بد عمل دی چې په ظاهره ټوکې ګڼل کیږي خو په حقیقت کې د ډیر زیات تاوان او ان تر دې چې د ځینو د مرګ سبب هم کیږي. مثلا یو چاته وایي چې ښځه یا ځوی دې موټر وواهه، یا په کور کې دې اور لګیدلی دی او داسې نور چې زیاتره خلک چې په زړه کمزوري وي د داسې ناڅاپي خبر تاب نشي راوړی چې د مرګ او یا هم د یو ذهني ناروغی سبب یې کیږي. خو بیا هم دغه کرغیړن عمل نه یواځې په عامو خلکو کې عمومیت لري بلکه ډیری ورځپاڼې او مجلې هم په کې برخه اخلي او د اپریل په اوله غلط خبرونه او بې ځایه کیسې خپروي.april-fool

د نوموړې ورځ لمانځل په لویدیځ کې له ډیر پخوا څخه رواج دی. یوه ډیره مشهوره واقعه چې د اپریل په اول تاریخ په اروپا کې رامنځته شوې وه هغه دا وه چې په ۱۷۴۶ کال کې یوې انګلیسي ورځپاڼې (The Evening Stat) اعلان خپور کړ چې سبا د اپریل په اول تاریخ به د انګلستان په ایسلینګټن کې د خرو رسم ګذشت وي. خلک د خرو د رسم ګذشت د کتلو لپاره په ډیره لیوالتیا په ګڼ تعداد کې راغلل. هغوی ډیر انتظار وکړ او کله چې ستړي شول نو پوښتنه یی وکړه چې رسم ګذشت به څه وخت شروع کیږي. هغوی هیڅ ونه موندل او بالاخره پوه شو چې رشخند پرې وهل شوی او د خرو پر ځای دوی خپل رسم ګذشت ولید.

د نوموړې ورځې د رامنځته کیدو په اړه ډول ډول کیسې کیږي خو هغه څه چې د یو مسلمان په حیث مونږ ته د ارزښت وړ دي هغه دا چې نوموړی رسم نیغ په نیغه د اسلام د ښوونو او اسلامي اخلاقو سره ټکر کوي.

دروغ ویل یو داسې بد صفت دی چې ټول دینونه او ټولنیز نظامونه یی بد بولي او ان د انسان وجدان هم دروغ ویل یو غلط عمل ګڼي

زمونږ سپیڅلی شریعت په قرآن او سنتو کې خلکو ته د دروغو پر خلاف خبرداری ورکوي او پر دی اتفاق دی چې دروغ حرام دي. هیڅ داسې وخت او یا ورځ نشته چې شریعت پکې د دروغو اجازه ورکړې وي.
دروغ ویل د منافق نښه ده او د الله رسول صلی الله علیه وسلم له دروغ ویلو څخه په سخته منع فرمایلې ده.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: ” هغه څوک چې رښتیا په الله او ورځ د قیامت ایمان لري نو یا دې سمه خبره وکړي او یا دې چپ پاتې شي.” (صحیح بخاري)

نبي کریم صلی الله علیه وسلم په ځانګړي ډول پر هغه چا لعنت ویلی دی چې د نورو خلکو د خندولو لپاره دروغ وایي، فرمایلي یې دي: ” افسوس پر هغه چا چې د نورو د خندولو لپاره دروغ وایي، افسوس پر هغه.” (ابو داود)

د عبدالرحمان ابن ابي لیلی څخه روایت دی:” د الله د پیغمبر صلی الله علیه وسلم صحابه و مونږ ته وفرمایل چې دوی د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره سفر کولو. یو له دوی نه ویده شو او یو څه ملګرو یی تری غشي واخستل. کله چې له خوبه پاڅید نو ډیر وارخطا شو( ځکه چې غشي یی ورک وو) نو نورو ملګرو یی ورپورې وخندل. پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تاسو په څه پورې خاندئ؟ دوی وویل هیڅ نشته مونږ د ده غشي اخستي وو او دی ډیر وارخطا شو. پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یو مسلمان ته جایز نه دي چې بل مسلمان وویروي.” (ابو داود، مسند احمد. شیخ الباني په صحیح جامي کې ذکر کړی)
ځینې خلک فکر کوي چې په ټوکو کې دروغ ویل پروا نه کوي خو په شریعت کې د دې خبرې هیڅ ثبوت نشته. دروغ ویل حرام دي که هغه په ټوکو کې وي او که بیدون له ټوکو. په ټوکو کې دروغ ویل هماغسې حرام دي لکه څنګه چې په نورو خبرو کې حرام دي.

له ابن عمر څخه روایت دی چې هغه وایي:” پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل، زه ټوکې کوم خو هیڅ نه وایم مګر رښتیا.” (په مجمع الکبیر کې الطبراني روایت کړی)

د کوچنیانو سره د لوبو پر وخت دروغ ویل
مونږ باید د کوچنیانو سره د لوبو او ټوکو پر وخت هم له دروغ ویلو څخه ځان وساتو ځکه چې هر څه چې مونږ یی وایو زمونږ په اعمالو کې لیکل کیږي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم له دغه کاره منع فرمایلې ده.
له عبدالله ابن عامر رضی الله عنه څخه روایت دی چې وایي:” یوه ورځ زما مور ما ته غږ وکړ پداسې حال کې چې د الله رسول صلی الله علیه وسلم زمونږ په کور کې ناست وو. هغې وویل، دلته راشه، زه به تاته څه شی درکړم. پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل، ته څه شی غواړې چې ور یی کړې؟، هغې وویل زه به یوه خرما ورکړم. پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل، که تا ده ته څه شی نه وای ورکړی نو تا به دروغ ویلي وو.” ¬(له  ابوداود څخه روایت دی)
د اپریل د احمقانو د ورځې په اړه شیخ یوسف قرضاوي وايی:
څرنګه چې دروغ ویل په هر شکل چې وي حرام دي نو د اپریل داحمقانو د ورځې لمانځل هم د لاندې څلورو دلایلو له وجې منع دي:
1.    د دروغو عدم جواز چې د قران او سنتو نه ثابت دی
2.    بې ځایه غم او ویره په یو شخص او یا د هغه په ټوله کورنۍ، اګر که د یو ساعت لپاره وي
3.    د اعتبار له منځه تګ
4.    د دروغو ویلو په یو احمقانه رواج کې سیالي کول چې زمونږ خپل رواج نه دی

اوس چې د نوموړی ورځې په حقیقت پوه شو، راځئ چې ژمنه وکړو ترڅو نوموړې ورځ ونه لمانځو او په خپل دین منګولې کلکې کړو.
الله دې مونږ له دغسې ناروا اعمالو له ترسره کولو وساتي او الله دې مونږ ته توفیق راکړي ترڅو اسلامي ټولنې ته د دغه بې هوده رواجونو د راننوتلو مخه ونیسو.

ماخذونه:
April Fool
By Aasim ibn ‘Abd-Allaah al-Qurawayti

http://www.islam-qa.com/en

April Fool – A dishonest Tradition
by Shawana A Aziz

http://sisters.islamway.com/

Ask the scholar
www.islamonline.net

7 تبصره ها »

  1. صادق April 2, 2014 at 10:13 am - Reply

    تشکر، خیلی مفید بود، کاش به فارسی نیزترجمه می شد. جزاک الله خیرا

  2. شهلا یوسفی April 2, 2014 at 8:57 am - Reply

    روى الشيخان عن أبي سعيد الخدري رضى الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “لتتبعن سنن من كان قبلكم حذو القذة بالقذة حتى لو دخلوا جحر ضب خرب لدخلتموه”

  3. نعمت الله April 19, 2010 at 4:13 pm - Reply

    د هر څه نه لومړي لوستونکو او د اصلاح د ټولني کار کوونکو ته سلامونه وړاندي کوم
    او وروسته له مطيع الله څخه يوه نړي مننه کوم چي په زړه پوري مطلب يي لکلي دي

  4. waliullah April 6, 2010 at 9:29 pm - Reply

    Salami U Alaikom.thanks alot from this interesting information it made me so happy.All people in Germany celebrated this day,me i understood that it is illegal in Islam.
    Manena

  5. Sayed Abrar Sadaat April 4, 2010 at 11:08 am - Reply

    تشکر برادر مطیع الله
    نوشته ات واقعا جالب و بموقع بود
    از خداوند متعال برایت اجر و توفیق بیشتر خواهانیم.

  6. شکيب April 2, 2010 at 2:38 pm - Reply

    په زړه پورې ليکنه وه، دا ډول ليکنې د راروان غربي کلتوري يرغل په مقابل کې د عامه پوهاونې په موخه ډېرې ګټورې دي

  7. زاهد April 2, 2010 at 7:05 am - Reply

    مننه استاد له زړه پورې مالوماتو او څيړنې نه مو

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد »