د ټولټاکنو وروستی پړاو، او د ځینو رسنیو او سیاسي تاجرانو لوبه

اصلاح انلاين June 7, 2014 2

محمد شعيب قريشي
نن سبا چې د ټولټاکنو په دویم پړاو کې یوځل بیا د ملي وحدت پر خلاف کوم کار روان دی، په دې کې د ځینو افغاني رسنیو کړنې تر هرچا زیاتې دي او د ملت د سوزولو لپاره د تعصب او ملت وېشنې دي اور ته لمنه وهي.

په دې عصر کې چې رسنۍ هر کور او هرې سیمې ته رسیدلی او د هېوادونو او قارو له پولو اوښتي دي، په نورو هېوادونو کې د ملي یووالي، د هغو هېوادونو د دین او کلتور د خپرولو او د پردیو د دسیسو او ناوړه پلانونو د شنډولو په لاره کې کار کوي، خو زمونږ په هېواد کې ددې ټولو پرخلاف، دپردي فرهنګ دخپرولو او د افغاني او اسلامي کلتور پرخلاف او دواحد ملت دوېشلو لپاره شپه او ورځ لګیادي او دا ځکه چې زمونږ د هېواد اکثره رسنۍ پردیو جوړې کړي او دهمغو ګټو ته ژمنې دي.abdullah-and-ghani

په دې کې شک نه شته چې له انګریزي ښکیلات نه نیولې، بیا د شوروي اتحاد تر یرغله او نن سبا د ناټو او امریکايي قواوو په شتون کې، تر هر ورخت زیات دیو واحد مسلمان ملت دوېشلو هڅې په ډېره زیرکتیا سره په لاره اچول شوي دي او دا نه یوازې په افغانستان، بلکې په ټولو هغو هېوادونو کې چې په تېره پېړۍ کې د اروپايي استعمار تر ولکې لاندې وو، د ژبې، قوم، سیمې او مذهب په نوم دښکېل شوو هېوادونو د خلکو ترمنځ د کرکې او نفرت ددېوالونو د جوړولو هڅې شوې دي، چې روښانه بېلګې یې په عربۍ نړۍ، د افریقا په مسلمانو هېوادونو، دهند په لویه وچه او نن سبا زمونږ په هېواد کې تر سترګو کېږي.

زمونږ مسلمان ملت چې همېشه دپردیو په مقابل کې په یوصف کې سره دوروڼو په شان اودرېدلي دي او دیوې عقیدې او ورته کلتور لرونکي دي او په تېر جهاد کې بې له دې چې څوک د چا ژبې، سیمې او رنګ ته وګوري، پښتون مجاهد خپل پښتون خلقي کمونیست سره، تاجک مجاهد له تاجک کمونیست او بې دینه سره، ازبک مجاهد له ازبک کمونیست او وطن پلورنکي سره او هر قوم پرته له دې چې د شوروي اتحاد دغلامانو ژبې او سېمې ته وګوري، پر وړاندې په نره اودرېدلي دي او په دې کې یې یوازې اسلامي عقیده او دهېواد ګټې په نظر کې نیولي دي، خو په خواشینۍ سره هېواد ته د غربي پوځي قواوو له راتلو او پر رسنیو او ادارو د غرب پالو د برلاسۍ راهیسې په ډېر قوت سره په هغه او دغه نامه دملت د تقسیمولو کار پیل شوي دي.

بلخوا د جمهوري ریاست وروستنیو ټولټاکنو کې هم په ډېره بې شرمانه توګه ځینو کړیو دخپلو رایو دزیاتولو لپاره، د پښتون، تاجک، ازبک، هزاره او نورو نومونو او شعارونو له لارې د افغان مسلمان ولس دوېشلو هڅې پیل کړي دي، چې تر ډېره یې په ځینو کړیو کې دبدینۍ اور ژبغړانده کړی دي او د ټاکنو په دویم پړاو کې هم لا دې کار ته دوام ورکولی کېږي. او په دې لاره کې ځنې رسنۍ هم ورسره ملګرې دي.

افغانان چې له ۹۹ فیصده زیات یې مسلمانان دي او اکثره کورنیو کې په څو ژبو خبرې کېږي او ژبه یوازې د پوهاوي یوه وسیله او سیمه د اوسېدو ځای ګڼي، د ځینو د لنډمهاله ګټو لپاره هېڅکله هم په دې پوچو شعارونو سره نه وېشل کېږي، خو په دې کې شک نه شته چې د لږې مودې لپاره په ځینو کسانو کې د تعصب بدبويي خپروي.

افغان مسلمان ولس به څنګه له هغه چا څخه د ښو تمه ولري او هغو ته به رایه ورکړي، څوک چې لا تر اوسه هم په دې ولس کې د بدبینۍ د خپرولو له لارې ځان دقدرت ګدۍ ته رسول غواړي؟ او له داسې کسانو به بیا د هېواد د جوړونې او دخلکو د حقوقو د اعادې او د هېواد د متوازن پرمختګ په اړه څه تمه وکړای شي؟

افغانان باید په اوسنیو شرایطو کې له هر وخت نه زیات ملي یووالي او د افغاني واحد صف جوړولو ته پام وکړي او پرې نه ږدي چې ځینې سیاسي تاجران د خپلو ګټو لپاره افغان مسلمان ولس د ژبې، سیمې، قوم او سمت په نامه سره ووېشي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم باید په دې اړه له هغو رسنیو سره چې د تعصب په خپرولو کې ښکیلې دي، جدي برخورد وکړي او د تعصب خپرونې او بې حیایۍ دا تش په نامه اډې بندې کړي.

2 تبصره ها »

  1. wardak June 11, 2014 at 10:32 am - Reply

    Dir Mohim Matlab

  2. شهلا یوسفی June 8, 2014 at 8:52 am - Reply

    این سیاستمداران چوکی پرست، به هر قیمتی که تمام شود، پیروزی خود را می خواهد، ولو ملت تکه تکه و هم کشته شود، برای اینها مهم نیست

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد »