اسلامي امت يو بل خدمتګار منير غضبان له لاسه ورکړ

اصلاح انلاين June 2, 2014 6

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د ستر مفکر، نه ستړی کیدونکی دعوتګر، لیکوال او د سوریې هیواد د اخوان المسلمین پخوانی مشر، ډاکټر منیر غضبان له دې فاني نړۍ ستر ګې پټې کړې.
انا لله و انا الیه راجعونmonir-ghadban

ډاکټر منیر غضبان په کال ۱۹۴۲ زیږدیز کې د دمشق په ښار کې زیږیدلی ؤ، د دمشق له پوهنتون نه یې په شرعیاتو کې لیسانس تر لاسه کړی او په کال ۱۹۷۲ کې يې د قاهرې د عربي څیړنو له انستیتوت څخه ماسټري وکړه او د سودان دهیواد د قرآن کریم له پوهنتون څخه یې په کال ۱۹۹۷ کې په عربي ژبه کې ددکتورا سند تر لاسه کړ.

هغه په کال ۲۰۰۰ کې دسیرت په اړه د خپلو تالیفاتو له مخې، د برونای دهیواد د سیرت النبی ستره او نړیوال جایزه ترلاسه کړه.

هغه بې شمېره لیکنې کړی دي، چې په هغو کې یې (د نبوي سیرت حرکي منهج، د نبوي سیرت فقه، جهادي روزنه، قیادي تربیه، ټولنیز تربیت، او سیاسي تربیت) ډېر مشهور دي، او دهغه ځنې کتابونه د اسلامي هیوادونو په سترو پوهنتونو کې د نصاب په توګه لوستل کیږي.

دهغه مړینه نه یوازې دسوريې دمسلمان ملت لپاره، بلکې د ټولې نړۍ د مسلمانانو لپاره نه جبرانیدونکې ضایعه ده.

الله تعالی دې هغه ته په جنت الفردوس کې ځای ورکړي او دهغه لاره دې له لارویانو نه خالي کوي.

6 تبصره ها »

  1. nawidy June 5, 2014 at 12:44 pm - Reply

    اللهمّ اسکنه فسیح جناتک
    إنا لله وإنا إلیه را جعون

  2. یارمحمد بهرامي احمدزی June 3, 2014 at 10:08 am - Reply

    الهم اغفره، و الرحمه و ادخله فی الجنات النعیم- آمین

  3. عبدالرحیم "غفاری" June 3, 2014 at 9:55 am - Reply

    انالله وانا الیه راجعون
    الله متعال جنت فردوس را برایش نصیب کند
    دراین روز ها کتاب اش را من زیر مطالعه دارم ( خط مشی سیاسی در سیره نبوی ص) مولف دکتور منیر احمد غضبان.

  4. میرزااغا(عادل) June 3, 2014 at 9:02 am - Reply

    اناالله وانا الیه راجعون
    الله ج دی مرحوم ته جنت فردوس او دسوریی اسلامی حرکت ته دتشی نیکه بدله ورکړی داسمه ده چی سل دی ومره خو یودی مه مره الله ج دی تل په اسلامی تحریکونو کی دداسی واقعو نیک بدیل پیداکړی ترڅو اسلامی تحریکونه دتشی اوخالیګاه نه بچ شی

  5. خالده رؤفي June 2, 2014 at 3:59 pm - Reply

    انا لله و انا الیه راجعون
    خداوند علمای همچو غضبان را در زیر سایه عرش خود قرار دهد

  6. صاحب زاده June 2, 2014 at 3:57 pm - Reply

    الله جل جلاله دې ورته جنتونه ورکړي، په ریښتیا سره چې د اسلام ریښتینی خدمتګار ؤ

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد »