بې پیلوټه الوتکه: د انټرنټ د خپراوي لپاره نه د بمباري لپاره

اصلاح انلاين April 16, 2014 1

تېره دوشنبه د ګوګل نړیوال شرکت اعلان وکړ چې هغوی د بې پېلوټه الوتکو له کمپنۍ (Titan Aerospace) سره یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې ګوګل وکولای شي هغو وروسته پاتې سیمو ته چې انټرنيټ ته لاسرسی نه لري، د انټرنیټ آسانتېاوي ورسوي.Titan-Aerospace-google-1

د وال سټریټ جورنال په حواله، د تايټان ایروسپیس شرکت چې د امریکا په نیو مکسیکو ایالات کې شتون لري، داسې بې پيلوټه الوتکې جوړوي چې دلمر په قوت کار کوي او ډیر اوچت او لوړ پرواز کوي.

ګوګل هیله لري چې په دې کار سره به وکولای شي چې دنړۍ هغو سیمو ته انټرنټ ورسوي، چېرته چې له دې ټنکالوجۍ څخه ګټه اخیستنه اوسمهال یوه ناشونې خبره ده او په دې توګه به میلونونه کسان د انټرنیټ له کارونۍ څخه برخمن شي.

د ټایټان ایروسپیس په وینا د دوی الوتکې کولای شي چې تر پنځه کاله پورې د ۱۹ زره متره په لوړوالي سره په فضا کې پاتې شي، او خپله د اړتیا وړ انرجي له لمر څخه تر لاسه کړي.

له دې وړاندې په افغانستان او ځینې نورو هیوادونو کې د امریکا له لوري بې پېلوټه تېارې یوازې د خلکو د وژلو او بمبارۍ لپاره کارول کیدلې او په همدې صفت مشهورې دي.

یک تبصره »

  1. صاحب زاده April 16, 2014 at 11:19 am - Reply

    چه وقت به این تکنالوجی به افغانستان میرسد؟ آه! گرچه به افغانستان رسیده ولی برای کشتن، نه بخاطر استفاده انترنتی.

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد »