او تیاره خونه یې رڼا نه شوه!

اصلاح انلاين April 15, 2014 1

لیکنه: سردار محمد دیندارخېل

ویل کېږي چې په یوه کلې یو غل اوسېده د کلي خلک ترې په تنګ وو، تل به یې دخلکو له کورونو څخه غلا کوله خو دوه يې درې نه شوې.

غلا روانه وه، کله دیوه او کله دبل کورنه به یې غلا کوله، غله یوماشوم زوی هم درلود او په دې هیله ؤ، چې کله لوی شي نو زما مټ به پرې قوي شي او کار به مې رونق پیداکړي، نو په همدې هیله یې شپې سبا کولاي، تر دې چې زوی یې ستر شو.

غل خوشحاله ؤ، له ځان سره یې ویل: اوس مې کار جوړ شو. ګټه به مې څو چنده شي!Qisa-deendarkhil

یوه شپه یې زوی ته وویل: راځه چې لاړ شو.

زوی: پلارجانه! چېرته ځو؟

پلار: راځه ډېرې خبرې مه کوه.

زوی او پلار دواړه دشپې ناوخته له کور څخه ووتل، په یوه سیمه کې پلار زوی ته یو کور وروښود چې رڼا پکې معلومېده، له دغه کور څخه مې لس ځله غلا کړې ده.

زوی یوه شېبه فکر وکړچې پلار مې ددغه کور رڼا لس ځله لوټ کړې ده، خو زمونږ تیاره کور لا هم رڼا نشو.

له ځانه سره یې فکر وکړ، په سوچونو کې روان ؤ او غوښتل یې چې څه وکړي، تر ډېر فکر وروسته یې خپل تصمیم ونیو او پر خپل پلار را تاو شو، پلار یې هملته مړ کړ او بېرته کور ته راستون شو، مور یې ترې وپوښتل، پلار دې څه شو؟

زوی: کار مې خلاص کړ.

مور: څنګه دې یې کار خلاص کړ؟

زوی: مورې هغه مې وواژه.

مور: ولې دې وواژه؟

زوی: دهغه کور کيسه بیان کړه.

ځوان کار پیل کړ د ورځې په جریان کې يې یو څو روپۍ پيداکړې اوکور ته یې یوڅه خوراکي توکي راوړه، موریې پاخه کړل په خوړو کې دپخوا په پرتله ډېر زیات خوند ؤ.

مور: بچیه! خواړه ډېر خوندور دي.

زوی: مورې! حلاله مړۍ تل خوندوره وي!

یک تبصره »

  1. حاجی احمدشاه April 15, 2014 at 1:51 pm - Reply

    ډیره په زړه پورې کېسه ده ددیندارخیل صیب دنورو لیکنو په هیله
    الله تعالی دې اجر درکړي

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد »