“عصري” ښوونه او روزنه د علامه محمد اقبال * له انده

اصلاح انلاين April 14, 2014 5

ليكنه: سيد أبو الحسن الندوي
ژباړه: سید محمد نوروز

پر “عصري” ښوونيز نظام نېوکې:     

کوم مهال چی ډاکټر محمد اقبال د خپل وخت”عصري”  ښوونيز او روزنيز نظام ته ځېر شو، په نوموړي نظام کې یې ډېرې نیمګړتیاوې و موندې او سمدلاسه یې په ډیره څرګنده او زړه وره توګه تر انتقادونو لاندې ونیو, د اړوندو چاوراکو پام يې ورته را واړوه. او په روان نسل باندې یې د خپل وخت د معاصرو زده کړو د نظام جنایتونه په خپلو شعري ټولګو کې داسې راخیستي دي: « دزده کړې او عبادت له ځایونو څخه غمجن راغلم، ځکه چې رښتنی ژوند، رښتنې مینه، رښتنې پوهه او ځېرکتیا مې پکې و نه موندله». په یوه بل ځای کې وایې: «د ښوونې چارواکې مې بې بصیرته، بې ذوقه، او د عبادت خانو پیران مې بې همته، بی موخې او بی وسه  ولیدل»

د “عصري” ښوونځي جنایتونه:

د محمد اقبال له انده”عصري” ښوونې د موجوده نسل په حق کې ستر جنایت تر سره کړی دی، ځکه چې د عقل روزنې او ژبې مه‍ذبولو ته یې پام لرنه کړي ده، او زړه ته دغذا ورکولو، دعاطفی بلولو، اخلاقو سمولو، او نفس مهذبولو ته یې هیڅ توجه نه ده کړې، چې په نتیجه کې یې د بې توازنه ځواکونو نسل را لوی شو،  د غیر متناسبې ودې په پایله کې،  د انسانیت او ژوندانه ځینې خواوي د ځینو نورو خواوو په حساب لوېې او وپړسول شوې، او د ظاهر او باطن ، عقل او زړه، علم او عقیدي تر منځ یې لوی واټن رامنځ ته شو، بلکې د عقل او بدن ترمنځ یې توپیر ډیر لوی شو، لومړنی یې ډیر لوی او دوهم یې ډیر نرم او کمزوری دی. Iqbal-lahori.1

نوموړي چې په دغه نسل کې ژوند کړی او ورسره نږدې پاتې شوی، په یوه ریښتنی انځور کې چې په پرېکنده توګه د هغه مهال د عصري ښونځیو د زده کوونکو او عصري ځوانانو د حالت سره سمون لري، داسې بیانوي:

«لوستي او مثقف ځوانان د تشو لوښيو په څېر، وچې شونډې، ښوی مخونه، تیاره ارواګانو، روښانه عقلونو، ستړيو سترګو، کمزوری باور (یقین)، ډیر مایوسه، په دې نړۍ کې یې هیڅ نه دې ليدلي، دا ځوانان دمېړونو په څېر دي، خو پخپله مېړونه نه دي، له خپلو ځانونو څخه منکر دي، په نورو باور لري، اغیار د دوی پر اسلامي خاورې باندې خپلې کلیسا ګانې او عبادت خانې جوړوي، تنکي ځوانان، نرم او پاسته په ځوانی کې لکه ورېښم، امیدونه  له پیله د دوی په سینو کې ځای پر ځای مري، د خپلواکۍ په هکله  خو هیڅ سوچ نه شي کولای، عصري ښوونځیو له دوی څخه دیني عاطفه او احساس ایستلی دی، په بله څېره شوي، له خپلو ځانونو څخه ناخبره او له خپلو شخصیتونو څخه پردي شوي، په لویدېځ مدنیت مین چې د یوې مړۍ خیرات لپاره يې اغیارو ته لاسونه ورغځولي دي، او په دې اړه خپلې ارواوي پلوري، ښوونکی هم د دوی په ارزښت نه پوهېږي، په خپل شرافت او شخصیت یې نه دي پوه، مومنان دي خو د مړینې راز نه پېژني، په دې ایمان نه لري، چې د الله پاک څخه پرته بل څوک غالب نه شته دی، د کفارو څخه  لات او منات (بوتان)پیروي، دوی مسلمانان دي، خو عقلونه یې اوس هم د بوتانو طواف کوي، کفارو تر وهلو او جنګ پرته وژلي دي، بی حیا (سپک) عقلونه، سخت زړونه، د حرامو څخه ناپاکې سترګي، دا سي زړونه چې په عذاب هم نه وېلي کېږي، ټول څه چې د پوهې او هنر، دین او سیاست، عقل او زړه څخه لري، تر مادیاتو  ګرد تاوویږي، زړونه یې نوې فکرونه او خیالونه نه منې،  فکرونه یې بې ارزښته دي، ژوند يې جامد، ولاړ او بېکاره دی».

محمد اقبال یادوي چې د دې نسل د بي زړه توب او د اخلاقي کمزوري لامل، دا عصري ښوونیز حالت دی، او اخلاقي برخې ته پاملرنه نه کول او دځوانانو بد اخلاقه روزنه ده، پخپله یوه قصیده کې وایې:

«زه حیران نه یم، ای لوستی او مثقفه ځوانه! ته ژوندی یې، خو ډارن، ځکه  زړه دې سوړ دی نه پکې ګرمي شته او نه ولوله، او نظر دي هم پاک نه دی، هغه لوستي او مثقف ځوانان چې سترګې یې د لویدیځ په رڼا روښانه شوي وي، کیدای شي چې په خبرو کې به چالاکه وي او په ډکه خوله به وینا کړي، خو سترګې یې اوښکې نه پیژني، او زړه يې عاجزي نه پیژني».

محمد اقبال وايې: چې د دې اخلاقي بدلون مسئوول عصري ښوونځي دی، ځکه دوی مسلمان ځوانان د خپل لوړ مقام څخه ټېټ مقام ته راښکته کړي دي، وايې:

«لویه خدایه تاته! د معاصري ښوونې د چارواکو څخه خپل شکایت کووم ، دوی د باز بچیانو ته د سستو مرغانو روزنه ورکوي، او دزمري بچیانو ته د پسونو روزنه ورکوي».

او د دغه نفسي کمزوري لاملونه هغه بند عقل دی، چې خپل ځان قرباني او ګواښونه ته نه وړاندې کوي، او له بدو پایلو څخه یې وېروي، او خطرې ورته لویوي، وايې:

«عصري ښوونو ته له هغه لیونتوب څخه لرې کړی يي، چې ستا له عقل سره به يې جنګ کاوه او ورته ویل به يې چې: پلمې مه کوه او قرباني څخه مې مه ایساروه!، هغه رازونه چې له تا څخه ښوونځې پټ کړي دي، تر ننه پوري په غرونو او رغونو کې په ډاګ پراته دي».Iqbal-lahori

او د دغې کمزورۍ د سترو لاملونو څخه،  مادې  ته ډیر درناوی او ورته ذلیلېدل دي، او همدا راز  د دندې او رتبې تر لاسه کول د زده کړي  هدف ګڼل دي، وايې:

«دغه زده کړه وژونکی زهر دی، د هغه چا لپاره چې یوازې هدف یې دوه موټۍ غنم وي» ( یعني هغه تنخا چې یو کارکوونکی یې اخلي).

په عصري ښوونه یې نیوکه:    

په عصري ښوونه باندې يې له سترو نېوکو څخه یوه دا ده، چې بيکاری، غلیتوب او آرامتیا ته زده کوونکی هڅوي، او د بحر دآرامې څنډ‌ې په څېر یې ګرځوي، چې نه حرکت لري او نه یې  چپې خورېږي، وایې:

«ای زده کوونکیه ! الله پاک ته په یو توپان (توی) ویشتلی یې، خو ستا بحر آرام دی، په څپوکې یې هیڅ حرکت نشته»، او همدا راز دا ښوونه په مسلمان ځوانانو کې دلوېدېځ فرهنګ او د دنیا له ښایست سره مینه پیدا کوي، وايې:

«ای مسلمانانو ځوانانو!  چوکۍ مو د لوېدېځ جوړې او فرشونه مو ایراني دي، او نږدي دی چې زما دسترګو څخه درته وینه اوبهېږي، چې په دغه د اسراف څخه ډک ژوند کې مو وینم، هیڅ خیر در کې نشته ولو که د دنیا پاچا هم شئ، تر څو پورې چې د حضرت علي – کرم الله وجهه – ځواک او دسلمان – رضی الله عنه – بډاتوب (استغناء) څخه خالي يې» .

او په ښوونه باندې یې دنېوکو څخه دا هم دی، چې دا یوه فکري ګډوډي رامنځته کوي، واېې: «رښتیا چې ښوونځۍ عقل ته خپلواکې ورکوي، خو فکرونه د نظام او اړېکو څخه پرته پرېږدې».

او د نېوکو څخه یې په دې معاصره ښوونه او په ښوونځې باندې چې د ښوونې استازیتوب کوي او په ښوونه کې خپله ونډه تر سره کوي هم تقلید او د جمود مرحلې ته رسیدلی دی او نوښت او اجتهاد څخه خالي دی، وايې:

«نړۍ د دودونو او حالاتو زندانې ده، او ښوونځی په ډیر تنګ برېد کې راګېر شوې دی، ډير افسوس ! هغه مېړونه چې کولای يې شول د خپل وخت امامان جوړ شي عقلونه يې پخواني (زاړه)شوي دي، هر پرمختګ او نوښت یې له لاسه ورکړی دی او د خپل عصر په تقلید یې قناعت کړی دی».

ډاکټر محمد اقبال ته دا نسل ژوندی په پښو ولاړ نه ښکاري او نه په خپل عقل فکر کوي بلکه دا د لوېدېځ سیوری دی، او خپل ژوند يې له لوېدېځ څخه امانت اخیستی دی، وايې:

«تا ته داسي ښکاري چې ځوان زده کوونکی ژوندی دی روزي خوري، لکن دی په حقیقت کې مړ دی، د لوېدېځ څخه يې خپل ژوند امانتي اخیستی دی»، د لوېدېځ فرهنګ پيروي ته وایې:«ستا وجود تنها د لوېدېځ د ولس وړانګه ده، ځکه ته د هغو جوړه کړي ودانۍ يې، ستا دا جوړ بدن د خپل نفس دپېژندلو څخه خالي دی، ته د تورې څخه پرته یو ښکلی پوښ يې، د الله پاک وجود ستا په اند ثابت نه دی، او ستا وجود زما په اند ثابت نه دی».

او د هغه له انده لوېدېځ ښوونېز نظام د مسلمان ځوانانو معنوي روح کمزوری کړی دی، او د هغوی په مېړانه يې لوی جنایتونه تر سره کړي دي، هغه دا چې دوی يې نرم، پاسته، خوړین او تنکې روزلې دي، نه زیار ویستلی شي او نه سختی زغملی شي، ځېنو روزونکو ته داسې وايې:

«الله پاک دې ژوندی لره، ای د نوې نسل روزونکیه! دوی ته د عاجزي درس ورکړه، او د نفس ماتېدو سره د نفس د شرافت په ساتلو باندې، په خپل شخصیت باندې د ویاړلو، درس ورزده کړه، چې کمرونه څنګه دوه ځایه او غرونه څنګه هوار کړي، ځکه چې لوېدېځ خو ورته یوازې د ښېښو جوړول ورزده کړي دي، دا دوه پېړۍ پرله پسې بندګې د دوی خاطر (نفسونه) مات کړي دي او زړونه يې کمزوري کړي دي، نو دې ته پام وکړه !، چې د دوی نفسونو ته باور څنګه راوګرځوي، او د دوی فکري ګډوډيو سره مبارزه وکړي»، او دا جرم به یې نه بښلو. په یو بل ځای کې وایې : «زه هغې پوهې او دغه حکمت ته هیڅ اهمیت نه ورکوم، چې مجاهد څخه خپله وسله اخلي او بی وسلي کوي يې او کمزوری کوي يې»**.

دین و وطن

لرد مغرب آن سراپا مکر و فن
اهل دین را داد تعلیم وطن
او بفکر مرکز و تو در نفاق
بگذر از شام و فلسطین و عراق
تو اگر داری تمیز خوب و زشت
دل نبندی با کلوخ و سنگ و خشت
چیست دین برخاستن از روی خاک
تا ز خود آگاه گردد جان پاک
می نگنجد آنکه گفت الله هو
در حدود این نظام چار سو
پر که از خاک و برخیزد ز خاک
حیف اگر در خاک میرد جان پاک
گرچه آدم بردمید از آب و گل
رنگ و نم چون گل کشید از آب و گل
حیف اگر در آب و گل غلطد مدام
حیف اگر برتر نپرد زین مقام
گفت تن در شو بخاک رهگذر
گفت جان پهنای عالم را نگر
جان نگنجد در جهات ای هوشمند
مرد حر بیگانه از هر قید و بند
حر ز خاک تیره آید در خروش
زانکه از بازان نیاید کار موش
آن کف خاکی که نامیدی وطن
اینکه گوئی مصر و ایران و یمن
با وطن اهل وطن را نسبتی است
زانکه از خاکش طلوع ملتی است
اندرین نسبت اگر داری نظر
نکته ئی بینی ز مو باریک تر
گرچه از مشرق برآید آفتاب
با تجلی های شوخ و بی حجاب
در تب و تاب است از سوز درون
تا ز قید شرق و غرب آید برون
بر دمد از مشرق خود جلوه مست
تا همه آفاق را آرد بدست
فطرتش از مشرق و مغرب بری است
گرچه او از روی نسبت خاوری است

***

*. ډاکټر محمد اقبال دهند د نیمې وچې نامتو شاعر، فېلسوف، متفکر او د ختیځ نابغه بلل کېږي . دغه شاعر ته د علامه لقب په هند کې ورپه برخه شوی دی .
مخینه:
علامه ډاکټر محمد اقبال د  پاکستان په سیالکوټ ښار کې زېږېدلی. له آره د کشمیر ؤ. پلار یې په سوداګریزه لړۍ سیالکوټ ته راغلی او هملته مېشت شوی.
د اسلامی فلسفې او پوهې دا روښانه ستورې د اپرېل په ۲۱مه کال ۱۹۳۸م سهر وختي له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې، او له خپل رېښتیني څښتن ته ورغې. زیارت یې د لاهور شاهي جومات عمومي دروازې سره(ختیځ لور ته) جوړ دی، چې د پوځ لخوا یې شپه او ورځ پیره کېږي.
لیکنې:
ناله یتیمد علامه اقبال لومړنې اثر ؤ، چې په ۱۸۹۹ کال پ هغه غونډه کې چې د حمایت الاسلام ټولنې لخوا به جوړېده، واوروله. د علامه اقبال لیکنې په ټولییزه توګه عبارت دی له:
علم‌الاقتصاد: په وټه ایزه پوهنه کې په اردو ژبه لومړنې کتاب، چاپ ۱۹۰۳ په لاهور کې.
په پارس کې د فلسفې پراختیا (سیر فلسفه در ایران)،د هند پېښلیک، اسرار خودی، رموز بیخودی،پیام مشرق، بانگ درا، زبور عجم، جاویدنامه، په اسلام کې د دیني فکر بیا راژوندی کوونه، مثنوی مسافر، بال جبرئیل، ضرب کلیم، ارمغان حجاز و غیره. (د ويکيپېډيا څخه نقل شوی متن)
**.  نوموړې مقاله د اسلامي نړۍ د نامتو عالم ابو الحسن علي الحسني الندوي له لیکنو څخه ده ” نظرة محمد إقبال إلى نظام التعليم العصري و مراكزه “چې “عصري” ښوونه او روزنه يې د علامه محمد اقبال له انده په عربي متن کې بیان کړي ده.

د کتاب بشپړ نوم : نحو التربية الإسلامية الحرة في الحكومات والبلاد الإسلامية, مقالات و محاضرات عن سياسة التعليم و التربية في الأقطار الإسلامية و الحاجة إلى صياغتها الإسلامية الجديدة‘ بقلم السيد أبو الحسن علي الحسني الندوي‘ أمين ندوة العلماء العام بلكهنؤ – الهند و عضو المجمع العلمي العربي بدمشق – سوريا‘ دار الإرشاد للطباعة و النشر والتوزيع‘ بيروت‘ الطبعة الأولى 1969 الميلادي.( من محاضرة ألقيت في كلية دار العلوم بالقاهرة في 20 جمادي الثانية 1370 هـ .)

5 تبصره ها »

  1. فیض رحمن June 27, 2014 at 11:33 am - Reply

    ډیره په زړه پوری لیکنه نوروز صیب ! خدای دی په قلم کښی برکت واچوه …..

  2. شا ه ولي شینواري May 7, 2014 at 6:13 pm - Reply

    ډیره ګټوره لیکنه ده الله دی وکړی چی دلرو او برو ځوانانو ورته پام شي او فکر یی پري روښانه شي او خپل مسوؤلیت ته متوجه شي

  3. صاحب زاده April 19, 2014 at 1:22 pm - Reply

    الله دې دواړو (محمد قطب او ندوی) ته جنت الفردوس په نصیب کړي

  4. ابراهیم ال-افغانی April 18, 2014 at 8:44 pm - Reply

    دېر شه!

  5. ناهیده April 15, 2014 at 10:59 am - Reply

    دوبیتی‌ ها

    سحر در شاخسار بوستانی
    چه خوش می‌گفت مرغ نغمه‌خوانی
    برآور هرچه اندر سینه داری
    سرودی، نغمه‌ای، آهی، فغانی
    ***
    سحر می‌گفت بلبل باغبان را
    در این گِل جز نهال غم نگیرد
    به پیری می‌رسد خار بیابان
    ولی گُل چون جوان گردد بمیرد
    ***
    چه می‌پرسی میان سینه دل چیست؟
    خرد چون سوز پیدا کرد دل شد
    دل از ذوق تپش دل بود لیکن
    چو یک دم از تپش افتاد گِل شد
    ***
    کنشت و مسجد و بت‌خانه و دیر
    جز این مشت گلی پیدا نکردی!
    ز بند غیر نتوان جز به دل رَست
    تو ای غافل! دلی پیدا نکردی

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد »