شهيدې هيلې: څو لسيزې وروسته يو ياد

اصلاح انلاين June 4, 2014 15

د ايرو څلى مې وران نه كړې ورو تير شه

باده زه هم د اشنا د عشق يادګار يم

حركت (خوځښت) او تحريك (خوځول) د انساني ژوند يو لازمي صفت دى اوبه هم چې ولاړې پاتې شي خوند او رنګ اړوي، په انساني ژوند كې هم چې خوځښت او جريان نه وي نو ستونزې پيدا كيږي او ټولنه په رنځ او مرض اخته كيږي او كيداى شي چې ژوند له لاسه وركړي له همدې امله شاعر وايي چې ( موجيم كه اّسوده گى ماعدم ماست).

افغانستان د تېر څخه د يوه اصلاحي خوځښت په تمه و خو امان الله خان چې د لويديځ څخه په تقليد سره د ترقۍ غربي بڼه دود كړه او تر ټولو وړاندې يې د خپلې ښځې  له سره پړونى لرې كړ او بيا د وخت په تېرېدو سره (مني ژوب) رواج وموند نو د يوه مثبت بدلون لپاره د يوه ديني خوځښت اړتيا څو برابره زياته شوه.

په دې كې هيڅ شك نشته چې د امان الله خان څخه وړاندې او وروسته د هېواد په لر او بر كې مصلحين، ديني عالمان او مدرسې وې چې د مسلمانو هيوادوالو د ذهن روښانولو او كړندود جوړولو په موخه به يې هڅې كولې، د جومات منبر او محراب به تل ګرم وو او د دولت او ډلو ټپلو په غلطو او ناوړه كړنو به يې نيوكې كولې ان د ظاهر خان په واكمنۍ كې خو ديني عالمانو د پل خشتي جومات مخې ته يوه ستره مظاهره هم وكړه چې د حكومت له سخت او ترخه غبرګون سره مخ شول، يو شمېر يې ټپيان شو او څه نور يې زندان ته لاړل.

خو ستونزه دا وه چې دغه ټولې هڅې او كارونه كله هم په يوه منظم، سرتاسري او هيواد شموله غورځنګ او خوځښت بدلې نه شوې څو د نظام او واكمنۍ پر سر د فشار او كنترول نقطه وي او په هغه لاره يې وخوځوي چې اسلامي شريعت ورباندې امر كوي، په افغاني ټولنه كې د كمونيزم بد غونى بوټى را وټوكيد چې په هيڅ صورت يې زموږ له ولس سره پيوند نه خوړ دغه شومه پديده زموږ د دين، كلتور، ارزښتونو او ملي واكمنۍ سره په هر اړخيزه توګه مخالفه وه او زموږ د هيواد كمونستانو خو خپل افغاني طبيعت هم ورګډ كړ چې د افراط تر پولې يې ورساوه، دغو غوليدلو د څو سرو بيرغونو په ليدلو سره وانګيرله چې په افغانستان كې په لومړي ځل دوى د څوارلس پيړيو څخه راروان اسلام دځپلو وياړ وګاټه ،د الله (جل جلاله) پر ځاى يي پر لينين درود ووايه، د الله اكبر ملكوتي ازانګه يې د ((هورا)) په الحادي شعار بدله كړه او د قراّن پرځاى يې د ماركس بابولالې رواج كړې، د هيواد نامتو عالمانو مرحوم مولوي محمد نبي محمدي او مرحوم مولوي سيد اكبر په ولسي جرګه كې پر ((كارمل)) تاريخي ګوزار هم وكړ څو د پلار او نيكه تاريخونه ور ياد كړي او غوږونه ورخلاص كړي چې كه په دې شډله او زيږه خاوره معكوسې تجربې كوي نه يوازې ځان به خراب كړي بلكې د ماركس او لينين او يا كلنه خواري به هم په اوبو لاهو كړي!

خو پلورل شوي عناصر كله واقعيتونه په پام كې نيسي، سر زوري او سر ټمبه وي، افغاني كمونستانو د كلمې ويلو په جرم په زرګونو ديني عالمان او متدين خلك تر تيغه تير كړل د جوماتونو سپكاوى يې وكړ، د كابل پوهنتون د ليليې له څووم پوړ څڅه يې قراّن لاندې را وغورځاوه او پدې توګه يې يوه لوى ديني او ملي پاڅون ته زمينه برابره كړه هغه مسلمان محصلين چې لا وار د مخه د يوه اسلامي خوځښت جوړولو عزم راپورته كړي وو دغې پيښې سره نور هم حساس شول، جذبې او ولولې يې را وپارېدې، ايمانونه يي په جوش راغلل او په ګډه يي سره ژمنه وكړه چې د سر په بيه به د قراّن او اسلام نه دفاع كوي.

دغه مهال په هيواد كې يو شمېر نور مصلحين او ويښ علماء او پوهان هم د الحادي مفكورې د مخنيوي په غرض په كار بوخت وو، د خدام الفرقان د سلسلې جيد عالمان، د مجددي صاحب كورنۍ چې په لس ګونو غړي يې د كمونستانو او د هغوى د بادارانو په لاس په شهادت ورسېدل، د ګهيځ اسلامي جريدې مدير شهيد استاد منهاج الدين ګهيځ، مرحوم مولوي محمد يونس خالص، استاد عبدالاحد عشرتي او نور د اسلامي نهضت د ځوانانوسره  چې زياتره يې د پوهنتون استادان او محصلين وو اوږه په اوږه د مبارزې ډګر ته كوز شول.

له بده مرغه چې كمونستانو د داود خان په واكمنۍ كې ريښې غځولې وې نظام يي اړويست چې د اسلام پالو په ټكولو پيل وكړي،د اسلامي نهضت يو شمېر مشران يې په شهادت ورسول او نور يې د زندان تورو تمبو ته واستول د ګهيځ جريدې مجاهد او مبارز مدير استاد ګهيځ هم د همدغو ناوليو لاسونو په لاس په شهادت ورسول شو، دولت په دغه كار سره اسلامي نهضت اړويست چې وسلې ته لاس واچوي او پدې موخه ګاونډيو هيوادونو ته هجرت وكړي.

كه څه هم چې د عربي نړۍ له سفر څخه په راګرځيدو سره د سردار داود فكر او سوچ اوښتى وو هغه د كمونستانو د نيولو او وژلو پلان جوړ كړ خو د جلا لر په جاسوسۍ كمونستان خبر شول او په داود خان يې وار د مخه كودتا وكړه د ١٣٥٧ كال د ثور په اومه نوموړى د كورنۍ له شپاړسو كسانو سره ووژل شو.

واك ته د جلادو كمونستانو د رسيدو سره سم پل چرخي او دهمزنګ زندانونو كې پرتو د نهضت مشرانو ته د مرګ بلا خوله خلاصه كړه، د همدغه كال د جوزا په اتمه او څوارلسمه نيټه  بيلابيلو پيښو كې د يو سل او پنځه اويا شاو خوا تنو په شمېر پر شهادت ورسول شول، د دغو مظلومانو ويني تويې شوې خو وچې نه شوې يو داسې سيند ترې جوړ شو چې سره امپراتوري  پكې ډوبه شوه او يو داسې ستر پاڅون ترې وزيږيد چې د برلين ديوال يې و نړاوه او د نړۍ ټولو محكومو ولسونو ته يې د اصالت او ازادۍ لاره وښوده.

ځوروونكى پيغور!

ما د افغانستان د اسلامي نهضت شهيد مشران او مخكښان نه دي ليدلي، يو مې هم له نژدې نه نه پيژاند او نه يې د ورځنيو چارو، مبارزې او سرښندنې شاهد وم، نو زه يې په اړه ولې وليكم؟ اّيا د ناليدلو حوادثو په اړه ليكنه به نيمګړې نه وي؟ بيا مې زړه ونيو، ډاډه شوم او ريږديدلو ګوتو مې بېرته قلم را واخيست، ما ويل: زه خو تاريخ نه ليكم چې پر دقيقو معلوماتو او څيړنو بنا وي او نه د دغو شهيدانو خاطرې او يادونه كاږم چې زياتو نه او كمونه پكې و نه شي زه خو د هغه كمونست ځواب ليكم چې د پيغور په ډول يې ويل كه اسلامي نهضت واى نوتاريخ به يې درلود ماويل شونې ده د يو چا ليكلى كتاب وګورم او د دغو اتلانو په ياد څو پاڼې ولولم، كتابتون ته لاړم، په هره برخه وګرځيدم خو له بده مرغه چې يوه ليكنه مې هم تر سترګو نه شوه، انټر نيټ ته كيناستم خو هيڅ مې هم ونه موندل، يو سوړ اسويلى مې وكړ، د كمونست پيغور په وار وار ځورولم، په چورت كې لاړم له خپل ضمير څخه مې و پوښتل: دا ولې؟ د دغو كارنامو او اتلوليو ثبتول د چا دنده ده؟ د دغو سترو قربانيو او سرښندنو ساتنه او ليكنه د چا مسوليت دى؟ د هغه چا چې له هغوى سره يې ژوند كړى دى، د هغوى د دعوتي او اصلاحي بهير په لوړو او ژورو كې شريك وو، هغوى چې نن يې هم په سترګو كې د څرخي پله او دهمزنګ زندانونو كوټه قلفۍ وينم، اوس هم د دوى په ذهنونو كې د شهيد مولوي حبيب الرحمن، شهيد انجنير حبيب الرحمن، شهيد پوهاند غلام محمد نيازى، شهيد استاد غلام رباني عطيش، شهيد سيف الدين نصرتيار، شهيد ډاكټر عمر، شهيد خواجه محفوظ، شهيداستاد عبدالرحيم نيازي…شهيد… او شهيد د زندان او شهادت انځورونه ثبت دي.

نور مې نو په كتابتون كې د ناستې حوصله نه وه د هيواد په اړه زياتې ليكنې او كتابونه د كمونستو ليكوالانو له قلم څخه راوتلي وو، ډېر خفه شوم او هغه پيغور مې بيا بيا سترګو ته ودريد!

ناځوانه ياران!

يو شمېر لټ وګړي چې د يوه كار څخه اوږې سپكوي نو تر هر څه د مخه ورته دليل ګوري (( د اسلامي نهضت مشران دې الله جل جلاله وبښي كه څه ورباندې ليكو نو د هغوى د شخصيت پالنه كيږي)). دا سمه ده موږ هم پر دې اند يو چې د يو چا يادونه او انځور ګري بايد پر دې موخه ونه شي چې د هغه د شخصيت پالنه او نمانځنه وي مګر هغه د يوه وتلي اسلامي مفكر استاد خليل احمد حامدي مرحوم په خبره ( تقدير الرجال) له ( تقديس الرجال) سره توپير لري د يو چا په دعوت ،ژوند او قربانيو باندې ليكنه او هغه نوي نسل ته د تاريخ په توګه را نقلول ګټور كار دى دا ځكه چې د نسلونو تر منځ د جسماني تر څنګ يو فكري او نظرياتي تړاو پيدا كوي، د هغوى فكر ژوندى ساتي او وروستي خلك د هغوى د قربانيو، ښندنو او هڅو څخه روحيه اخلي.

همدغه د اسلامي نهضت مخكښان وو چې د ډيوې په څېر وسوځېدل خو نوروته يي لار رڼا كړه، كه د همدوى او د دغه عصر د نورو علماوو او مبارزو شخصيتونو قربانۍ او د افغان مسلمان ولس جهاد نه واى نو هغه د چا خبره اوس به د هر افغان د نوم په پاى كې ((رحمانوف)) او(( كريموف)) په څير(( اوف)) ليكل كيده همدوى وو چې دار يي و مانه خو استعمار نه! د دوى ځوانې ارادې وې چې نړۍ يې د كمونيزم له غلامۍ څخه خلاصه كړه او نړيوالو ته يې درس وركړ چې كه يو موټى زلميان راپورته شي او ټينګ عزم وكړي نو د نړۍ نقشه بدلولى شي.

له بده مرغه زموږ زيات شمېر پوهان او قلموال چې د افغانستان اسلامي نهضت د وراثت دعوه لري نن په داسې ليكنو قلم خوځوي چې نه د دنيا ګټه لري او نه د اّخرت، يو شمېر خو يې د قوم پالنې او ژبنيزو توپيرونو په فتنه كې ورګډ شوي دي، يو شمېر نور يې بيا د مادي ژوند د اړتيا وو د پوره كولو په موخه _ چې كله هم نشي پوره كيداى _ دولتي او انجويي كار ته ننوتلي دي، يو شمېر نور يې بيا د نهضت تاريخ ليكلو ته  د ارزښت په سترګه نه ګوري او كه سپينه يې و وايو دغه خبرې ورته د ديموكراسۍ په دې بازار كې د اصحاب كهف پيسې ښكاري او ويره لري چې هسې نه د ده په ګومان څوك يې د ناچلو لوټونو په چلولو تورن كړي!

څومره ستره ناځوانې ده چې كمونستان د خپلو جرمونو او ډلييزو وژنو تاريخ ثبتوي، كتابونه پرې ليكي او انټرنيټي پاڼې ورته پرانيزي خو د جهاد او مبارزې ياران په دې اړه بې تفاوته دي كه موږ د دغو مخلصو او پاك زړو بچيانو تاريخ و نه ليكو راتلونكي نسلونه به يې په كوم عنوان پيژني؟ اّيا د وطن پلورونكو او وطن ګټونكو تر منځ به توپير او سالم قضاوت وشي؟ دا اوس لا زموږ د سترګو پر وړاندې په هغوى باندې ناوړه تورونه لګوي سبا ته كه موږ نه يو او د تاريخ دغه ځلانده باب د ذهنونو له خاورې كيدو سره خاورې شي د ثور د اتمې وروسته غلطيانې او رقابتونه به په هغوى پسې و نه تړل شي؟ بيا به د هغو چې د اقتدار لپاره جنګيدل او د هغو چې د الهي كلمې د لوړولو په موخه شهيدان شول تر منځ څوك په كوم اساس توپير وكړي!

بې ګټې كشمكش:

دا د قراّن پريكړه ده چې الله جل جلاله له هغو كسانو سره مينه لري چې د هغه په لار كې په يوه صف او كتار كې جګړه او مبارزه كوي د شرايطو تقاضا هم دا وه چې د افغانستان اسلامي نهضت يو موټى پاتې شوى واى خو يو شمېر لاملونو د مخكښانو د شهادت څخه وروسته نهضت ټوټه كړ او له دې سره يو كشمكش هم رامنځته شو چې د افغانستان اسلامي نهضت موسس څوك وو شهيد پوهاند غلام محمد نيازى او كه شهيد استاد عبدالرحيم نيازى؟ په دواړو دې د الله جل جلاله رحمت وي، د دواړو هلې ځلې او زحمتونه دې الله جل جلاله په خپل دربار كې قبول كړي او دواړه دې الله جل جلاله په جنت الفردوس كې داخل كړي .

كيداى شي په دوى كې يو تنگ موسس وي او دا هم كيداى شي تر دوى پرته كوم بل چا د دغه كار اساس ايښى وي! دا دومره مهمه نه ده چې د نهضت اصالت ورپورې تړلى وي او نه خو دغه خبره په خپله د دواړو استادانو تر منځ مطرح وه هغوى ټول په دې رسيدلي وو چې دوى به زندان او شهادت ته ځي! نه خو دې ته وزګار وو چې دا وټاكي چې سبا ورځ به بيا په چا باندې حساب كيږي، د ټولو شهيدانو اخلاص او للهيت دې الله جل جلاله قبول كړي، زموږ توصيه دا ده چې كه هر څوك د نهضت تاريخ او يادښتونه ليكي نو همدغه ملاحظه دې په پام كې ونيسي څو الله مكړه دشهيدو مخكښانو د اخلاص په اړه له چا سره شك پيدا شي او يا داسې فكر ونه كړي چې دغه اختلاف او كشمكش به له هغوى څخه راپاتې وي!

قيمتي پانګه:

په خوځښتونو كې د پيل كسان د ودانۍ د لومړنيو او اساسي خښتو بڼه لري هغه بايد تر نورو پخې او مزبوتې وي ځكه چې د كار دروند بار په همدوى ايښودلى شي كه دوى زياتې قربانۍ وركړې نو نور هم له دوى څخه تقليد كوي او د دوى په پل به پل ږدي، د انبياوو عليهم السلام او مصلحو مجددينو تاريخ ګواه دى چې السابقون الاولون تر وروستيو زياتې ربړې او ستونزې ګاللې دي.

د افغانستان د اسلامي نهضت مخكښ كسان كه د شمېر په لحاظ لږ وو خوارادې ېې دومره ځوانې او عزمونه يې هومره قوي وو چې د عصر او زمانې د يون څپې ته ودرېدل او د هغه مخه يې بدله كړه، دوى فردي دايرې ماتې كړې او د يوه اسلامي ټولنيز نهضت كښتۍ ته وختل په داسې مهال يې د نمرود اورته ور ودانګل چې د ( بز به پاى خو د گوسفند به پاى خود)  مقولې د جهاد، مبارزې او د باطل پر وړاندې د پاڅون جذبه وژلې وه، دوى د زمانې سره د سازش پر ځاى زمانه له ځان سره جوړه كړه، د ګوزارې او ( په چوپه خوله كې بهتري ده) دود يې تر پښو لاندې كړ، د ځان پر ځاى د جهان په غم كې شول، په امت كې يې د استعمار او پردي  تسلط سره د مبارزې روحيه ژوندۍ كړه، د يوه داسې رغنده او تلپاتې بدلون كار يې پيل كړ چې له فرد څخه شروع او تر خلافته به رسيږي.

مرورې ارواوې:

د جوزا اتمه او څوارلسمه هغه نيټې دي چې په رارسيدلو سره يې د افغانستان اسلامي نهضت د شهيدانو د يوې سترې جوپې يادونه راتازه شي كه حقيقي ممكن نه وي نو مجازي او تصوري ملاقات ته زمينه برابره شي، د حال په ژبه سره وغږيږو د نهضت په ماضي او د جهاد په تير وګرځو د قربانيو داستانونه او د سرښندنو انځورونه راتازه كړو بيا د مجاهدينو د اختلافانو او د بري نه وروسته جګړه او داخلي سياليو او ناخوالو ته مخ ور واړوو، نننى افغانستان مخې ته كيږدو، د نهضت شهيدان پكې خپل ملګري او ياران لټوي، مايوسه او مرور ښكاري، يو سوړ اسويلى وكړي، دا ولې وشول او دا څه روان دي؟ موږ خو د وزارت او سياست په غم كې نه وو بلكې هڅه مو كوله چې ملت د كفر او بې ديني له څپو څخه وژغورو موږ خو د دغه هدف په لار كې فردي مصلحتونه او ګټي ځار كړې، موږ ته هم واكمن نظام د واك او پيسو تمه راكړه خو موږ دا هرڅه  پر مخ ور وويشتل، موږ هم پيسې پيژندلې او تجارتونه مو كړاى شول. موږ هم ښځې او بچيان درلودل خو دا هر څه مو د دين د سرلوړۍ لپاره پريښودل مګر نن خو زموږ ملګري ستړي ښكاري، لكه چې ژمنه يې هيره شوې ده، زموږ له ارمانونو نه لرې تللي او بده خولا دا چې يو شمېر يې د غربي ديموكراسۍ په جوپړ كې بوخت دي!

يوه بله ګيله:

د افغانستان د اسلامي نهضت له شهيدانو سره كړې ژمنې خو مو نيمګړې پرېښودې، د هغوى موخې او ارمانونه په نيمه لار كې پاتې شول د هغوى خاطرې، يادښتونه او  تاريخ مو ونه ليكلو، مګر يوه بله ستره اشتباه او خطا مو هم وكړه او هغه دا چې د دغو مخلصو وروڼو بچيان مو د خپلو پلرونو د تګلارې سره ونه تړل، هغوى مو په دې هم ونه پوهول چې پلرونه يي د كوم هدف، فكر او نظام لپاره قرباني وركړه، د يو څو نه پرته مو د نورو د بچيانو د روزنې او زده كړې غم هم ونه كړ… الله جل جلاله ښه پوهيږي چې د څومره شهيدانو بچيان به  نن د پلار د سپيڅلي انتخاب د تعقيبولو او پرمخ بيولو پرځاى د چې نظرياتو او افكارو په چوپړ كې وي، يو شمېر به يي د ژوند له موخې ناخبره د غفلت ژوند تيروي، ځينې به مادي ژوند جوړولو او پيسو ګټلو بوخت كړي وي، دا خو د دغو شهيدانو د پاتې ملګرو دنده وه چې په مينه يې پاللي او په ديني روزنې يې روزلي واى، د پلار د موخو سره يې تړلي واى مګر له بده مرغه هماغه كيسه وشوه چې ( يار له كنډو تير كړه او مخ يې هير كړه) راځئ اوس هم پرې سوچ وكړو تر څو د قيامت په ورځ هغوى ته پړه نه وو.

له اصلاح ملي اوونيزې څخه په مننه

15 تبصره ها »

  1. عبدالباسط خالد June 5, 2014 at 2:50 pm - Reply

    السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته استاد عزیز جواد صاحب
    جزاک الله خیرا
    نوشته شما واقعا زیبا بود خداوند شهادت بنیان گزاران نهضت اسلامی افغانستان را قبول در گاه خود گرداند
    آنها راد مردان بودند که شعار (مرگ در راه الله بزرگترین آروزوی ماست)را تحقق بخشیدند امروز ما نیز همانند آنها باید در راستای نصرت دین الله عزوجل آماده فداکاری و جانبازی باشیم و یکبار دیگر ثابت نمایم که رهروان راه شهدای نهضت راه آن راد مردان را فراموش نه کرده بلکه بخاطر رضای الله آماده هرگونه فداکاری اند

  2. الکوزی June 6, 2011 at 12:16 pm - Reply

    قدرمن استاد سلامونه او نیکی هیلی می ومنه !

    واقع چی له مږنږ څخه داسلامی نهضت ډیر لوی او دغرونو نه هم غټی قربانیانی له یاده وتی دی دا یو حقیقت دی چی مونږ نن هم ځان غولو او اصلی لاره مو پریخی ده په غلتو او بی هدافو لارو سر شوی وی هغه لاره چی مونږ ته دجوزا دمیاشتی اتلانو راښودلی وه له یاده وتی ده هغه سپیڅلی هدف چی لکونو مسلمانان ترینه قربان شو نن رانه هیر شوی دی مادیاتو ته مو مخه ده
    په پیسو عادت شوی یو خپل ماضی مو له یاده وتی او له راتلونکی نه بی خبره یو هرڅه مو شاته اچولی او په پټو سترګو ورسره روان یو نهضت خو مو بیخی له یاده څه چی په تصور کښی هم نه ښکاری دا خو لا پاتی چی دهغو په قدم قدم روان شو ؟؟؟

  3. شبیر احمد راقب June 2, 2011 at 6:36 pm - Reply

    استاد نهایت گرامی جواد صاحب !
    واقعا با شهدای راه آزدی واستقلا وبا قربانیان راه اسلام عزیز ، ظلم وستم صورت گرفته است که آرمان های ایشان که با ریختاندن خود آنرا بذر کرده بودند پایمال شد ، واین خلف نا صالح با اهداف ومقاصد ایشان بازی کردند وبخاطر منافع شخصی خود ، نهالی را که آن بزرگمردان راستین غرس کرده بودند وبا خون خود آنراد آبیاری کرده بودند ، آنرا از بیخ و بن برکندند .
    خداوند روح ایشان را شاد ویاد ایشان را گرامی ومقام ایشان را جنت الفردوس بگرداند .
    اما کسانیکه خیانت کردند ویا درسدد خیانت کردن اند که فریب غول استعمار شرق واستکبار غرب را خوردند ، خداوند آنهارا هدایت کند .

  4. نقیب الله June 2, 2011 at 9:58 am - Reply

    (بله ستره اشتباه او خطا مو هم وكړه او هغه دا چې د دغو مخلصو وروڼو بچيان مو د خپلو پلرونو د تګلارې سره ونه تړل، هغوى مو په دې هم ونه پوهول چې پلرونه يي د كوم هدف، فكر او نظام لپاره قرباني وركړه.)
    استاد محترم جواد صاحب! خداوند بزرگ در عمر، علم، عمل، فکر و قلم تان برکت باندازد، یقینا که آرمان های شهداء نهضت و درد های ملت را به تصویر کشیده اید؛ خداوند برایتان اجر دارین را نصیب کند.

  5. حنیف June 1, 2011 at 12:16 pm - Reply

    که هر څوک داتصور لری چی دین به پرته له قربانی څخه وساتل شی داتصور یی غلط دی دین پرته له قربانی څخه نه ساتل کیږی اوزما دا تصور دی چی الله متعال به دخپل دین دساتی لپاره همداقسم ځوانان پیداکوی چی تاریخ هم داخبره ثابته کړی ده

  6. حنیف June 1, 2011 at 12:12 pm - Reply

    جواد صاحب الله دی په قلم کی برکت واچوه چی ځوانان دی داسلامی نهضت دکارنامو اوداسلامی نهضت دشخصیتونو نه خبر کړل

  7. حبیب الله زیار May 31, 2011 at 9:02 am - Reply

    السلام علیکم، جواد صیب ډیره مننه چې په خپلې لیکنې سره دې مونږ ټولو ته په افغانستان کې د اسلامې تحریک تهداب ایښودونکې رایاد کړل. الله دې د هغوې شهادتونه قبول او مونږ ته هم دا همت راکړې چې د ظالمانو په مقابل کې چپه خوله پاتې نشو.
    مننه

  8. صفي الله جوهر May 30, 2011 at 9:35 pm - Reply

    ( بيا مې زړه ونيو، ډاډه شوم او ريږديدلو ګوتو مې بېرته قلم را واخيست……)

    استاده واقعاً چې تكليف دې ګاللى، او له قلم څخه وينې څڅولي، په ګوتو دې بركت شه

  9. Anonymous November 30, -0001 at 12:00 am - Reply

    Slamunah
    I just can’t waite to read this article ,but I have no time right now I will be back later Insha-Allah

  10. Anonymous November 30, -0001 at 12:00 am - Reply

    السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
    محترم ورور جواد ستاسو سخه ديره مننه جي دتحريک دمشرانو يادونه اونومونه مو يو زل پيازمونک ذهنونو کي راتازه او خروپ کر

  11. Anonymous November 30, -0001 at 12:00 am - Reply

    قدرمن استاد جواد صاحب
    السلام عليكم ورحمةالله وبركاته
    له تاسي يوه نري مننه جي دهير كتاب حو سبقونه مو بيا را به زره كرل.

  12. Anonymous November 30, -0001 at 12:00 am - Reply

    سلامونه او نيکې هيلي!
    له ښاغلي جواد صاحب نه يوه نړۍ مننه، چې يوه داسې په زړه پورې ليکنه يې کړې ده، چې په رښتيا هم ډېر دافسوس ځاى دى، چې داسلامي نهضت دمشرانو يادونه يواځې په شفاهي ډول، يو څو محدودو کسانو سره پاتې دي او نور ډېر، په ځانګړي ډول اوسنى نسل ترېنه بې خبره دى. داسلامي نهضت دمخکښانو خاطرې، دهغوى په اړه ليکل، زموږ دهېواد ديو نيم مليونو مسلمانو وګړيو له آرمانونو سره تړلي دي. وړانديز لرم، چې که چېرته دهغوى په اړه تفصيلي ليکنې وشي، زموږ او راتلونکي نسل لپاره به دډېوې مثال ولري.

  13. Anonymous November 30, -0001 at 12:00 am - Reply

    وروره! ستاسو له یادښتونو ډیره زیاته مننه، خدای دوکړي چې ستاسو غوندې نور هم زموږ دټولنې په لربر کې راڅرګند شي، زموږدرهبرانو یاد باید وخت ناوخت تازه شي، خو ځینې خلک چې تاورته دهغوی دملګرو په څیر اشاره کړې، زما په آند هغوی هیڅکله هم دهغو اتلانو ملګري نه وو او نه هم دي، دوی هغه وخت هم داسلام ترنامه لاندې خپل منافقت څرګند کړی او اوس هم داسلام تر نامه لاندې امریکا غواړي او په خپلو کرغیړنو څیرو وايي چې دامریکاشتون اړین دی، دوی په خپلو ږیرو اوبریتو خولو او پګړیو خپل مسلمان ملت ته دوکه ورکړې او ورکوي یې، دخپل ځان دګټې په خاطر داسلام ترنامه لاندې مرکزونه جوړوي، او وايي موږ غواړو خپل ملت په اسلامي روحیه وروزو، کومه اسلامي روحیه دروغ مه وایه! اسلامي روحیه داسې وي لکه ته یې چې غواړې، ترڅو خلک کې دې لاپسې په همدې فکر داسلام داستاذ په څیره وپیژني، نو وروڼو! داخلک نه داسلامي نهضت غړي وو او نه هم دي، تل یې اسلامي نهضت تخریب کړی، دپښو یې غوځولی، پیسې چور کړې، ملک یې وران کړی، ترڅو داسلام دښمنان خوشحاله شي اوددوی لاسنیوی وکړي.

    یوځل بیا دجواد صاحب نه دزړه له کومي مننه کوم

  14. Anonymous November 30, -0001 at 12:00 am - Reply

    [i]محترم جواد صاحب
    السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
    باور كنيد كه اين مضمون شما و يك مضون ديكر به عنوان ( قيام قهرمانانه 8-14 جوزاي 1358 ) و يك مضمون ديكر تحت عنوان
    ( هغوي اتلان وو ) اين مضمون ها دريجه اميدي برايم باز كرد . كه هنوز اين ملت افرادي دارد كه افتخارات تاريخي خود را بياد دارد .
    از حالات امروزي كشور جنين بنظر ميرسد كه راستي كفته شما همان متل ( بز از باى خود و كوسفند از باى خود آويزان ) را در شكل زنده اش نمايان ميسازد .
    بيوفايي و جورى كه افراد متبقي نهضت اسلامي با بيشتازان شان كردند مثيل اين بيوفايي در دنيا كم است . اينها براستي كه كسى شان از ترس امريكا و كسى هم از انشغال در تجارت و زمين فروشي و كسى هم از خوف وقوع در فتنه همه دست آوردهاى آن برادران شانرا بسيار ارزان فروختند .
    مكر باز هم از خواندن مضامين شما برادران و از فعاليتهاى برادران جمعيت اصلاح اميد تازه در تحريك مسلمانان افغان بيدا شده . خداوند همه تانرا توفيق بدهد .[/i]

  15. Anonymous November 30, -0001 at 12:00 am - Reply

    اسلام علیکم
    جواد صیب په احساس دی برکت شه.مهمی نکتی دی په گوته کری وی الله ج دی تولو ورونو ته همت ورکری چی د شهیدانو ارمانونه پوره کری

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد »